د داوطلبۍ اعلان
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
موضوع: د وزارت لپاره د ای ټي وسایلو، لکه: ډسکټاب کمپيوټر، لپټاب، پرنټر او د سرمیزي ټليفون د برابرولو او تدارک د دواطلبۍ اعلان.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له ټولو وړ داوطلبانو په ډېر درنښت غواړي، چې د ای ټي وسایلو، لکه: ډسکټاب کمپيوټر، لپټاب، پرنټر او د سرمیزي ټليفون د برابرولو او تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
داوطلبان کولای شي د اړوندې شرطنامې کاپي د تدارکاتو له امریت څخه د فلش ډیسک له لارې او یا د ملي تدارکاتو ریاست له وېبسایټ څخه په وړیا توګه ترلاسه کړي. داوطلبان دې خپل افرونه د شرطنامې له شرایطو او د تړونونو له قانون سره سم، د مطلقې بیعې په توګه، په تړلي پاکټ کې د اعلان د خپرېدو له نېټې د ۱۴۰۵ کال د ۶مې میاشتې تر ۲۳مې د دوشنبې ورځې د سهار تر لسو بجو پورې د تدارکاتو امریت ته، چې په واصل اباد کې د جنګلک فابریکې شاته موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدلي او انټرنېټي افرونه د منلو وړ نه دي.
د افرونو پرانیستلو غونډه د ۱۴۰۵ کال د ۶مې میاشتې په ۲۳مه د دوشنبې ورځې د سهار په لسو بجو د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره کېږي.
