د افغان پناه غوښتونکو په اړه د سيمه ييزوحل لارو اوومه څلور اړخيزه ناسته وشوه

anwari_morr
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۲ - ۹:۰
456

 

Top of Forپرمختګ، ننګونې او د افغان کډوالو لپاره د سيمه ييزو حل لارو ستراتېژۍ پلې کولو په لاره کې پرمختګ او د دې ستراتېژۍ نه ملاتړ ددغې ناستې د بحث وړ موضوعاتو څخه وو.

دغه ناسته چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د ميزان په ۱۰مه د مجازي اړيکو( زوم) له لارې په لاره اچول شوې وه، د افغانستان په استازيتوب د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست او نوماند وزير نور رحمن اخلاقي، د ايران په استازيتوب  مهدي محمودي د کورنيو چارو وزارت مرستيال او دخلکو د ادارې رئيس،د فدرال ايالات وزير صاحب زاده محمد محبوب، د پاکستان په استازيتوب د سرحدونو څانګو او دملګرو ملتونو په استازيتوب د اسيا او اقيانوسيه  سيمه ييز رئيس اندريکا راتوات په دغه ناسته کې ګډون کړی و.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير په خپلو خبرو کې د کډوالو په خپله خوښه راستنېدنه، د غير منظمې کډوالۍ او دخلکو د بېځايه کېدنې کمولوپه موخه د افغان حکومت ژمنتيا څرګنده کړه او دنړيوالې ټولنې يې دهمکاريو غوښتنې يادونه يې وکړه، ويې ويل ددغو موخو د ترلاسه کولو لپاره؛ موږ هڅه کو، چې د وزارت نوې  پنځه کلنه ستراتېژي  ژمنوته ځواب ويونکي وي.

ښاغلي اخلاقي د ټينګار ترڅنګ د افغان پناه غوښتونکو د کارتونو د مودې غزولو په اړه وويل، چې بشري مرستې د راستنېدونکو لپاره د لومړنيو فرصتونو برابرولو لپاره حياتي دي او د پام وړپراختيايي تدابير په خپله خوښه ستنېدو لپاره مهم او جذبونکي عوامل دي.

هغه د کډوالو لپاره د سولې بين افغاني خبرې الهام بخښونکي وښودې او دظرفيتونود لوړولو او د راستنېدونکو د دوامداره فرصتونو په برخه کې يې د حکومت د  هڅو يادونه وکړه.

د ايران او پاکستان دحکومتونو استازو  افغان کډوالو ته دهغوی دخدمتونو يادونه وکړه او د راستنېدونکو دوامداره ادعام لپاره يې د ګډو هڅو پر اړتيا ټينګار وکړ او په نړيواله ټولنه يې غږ وکړ چې د دوی ملاتړ وکړي.

په ورته وخت کې دملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو د اسيا برخې د دفتررئيس د افغان کډوالو د وضعيت ښه والي لپاره د ګډ کار کولو او هغوی ته د راستنېدو لپاره مناسبو شرايطو برابرولو بانډې ټينګار وکړ ويې ويل، د افغانانو دخپلې خوښې راستنېدنې اساس بايد دحل لارې د ستراتېژۍ د ملاتړ دميکانيزم پياوړي کولو سره اسانه شي.

د افغانستان په اسازيتوب، دحل ستراتېژۍ په پلي کولو کې پلانونه، لاسته راوړنې او پرمختګ په هر اړخيز ډول ټولنې ته وړاندې شو.

د ويلو ده چې د کډوالو په چارو کې د ولسمشر سلاکار، د ولسمشر د لومړي مرستيال استازي او دکډوالو چارو وزارت يوشمېر رئيسانو په دغه ناسته شتون درلود او په بحثونو او خبرو کې يې مهم رول ولوباوه. دغه ناسته په ګډه اعلاميه په برياليتوب سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته