د افغان پناه غوښتونکو د حل لارو د ستراتېژۍ کمېټې څلور اړخيزه ناسته  په سويس کې جوړه شوه

sadam_morr
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۲ - ۱۲:۵۰
جلسه چهارجانبه کمیته رهبری استراتیژی راه حل ها برای پناهندگان افغان، در سویس برگزار شد

دغه  ناسته دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي، د ايران د بهرنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي، د پاکستان دسفران وزير شهريار آفريدي او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR د سيمې رئيس اندريکار تواتي په شتون کې جوړه شوې وه.

ياده ناسته دتلې په ۱۷مه د سويس په ژنوا ښارکې جوړه شوې وه، چې د ملګرو ملتونو سره پرې  په ايران او پاکستان کې دافغان کډوالو دوضعيت په اړه خبرې اترې وشوې

د کډوالووزير لومړی د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR سيمه ايز رئيس  نه د څلور اړخيزې رهبرۍ کمېټې د غونډې او د پاکستان او ايران حکوتونو څخه د ميليونونو افغان کډوالو د کووربه توب لپاره مننه وکړه او  هېواد ته په خپله خوښه او دوامداره راستنېدلو ډاډ يې ورکړل

هغه د افغان دولت د پرېکړې په اړه وويل، چې د خپلو وګړو اوږ مهاله بېځايه کېدنه پای ته رسوي او د کډوالو بېرته راسنېدنه زموږ له ملي لومړيتوبونو څخه ده. همدارنګه يې  د ملګرو ملتونو په ګډون د افغان دولت او نړيوالو همکاران د هڅو په اړه هم خبرې وکړې ويې ويل، د افغان پناه غوښتونکو دحل لارو ستراتېژۍ ۱۵ ساحې چې راستنېدنه او بياځای په ځای کېدنه په لومړيتوب کې نيول شوې،موږ زيات راستنېدنکي جذب کړي دي او موږ  د تابعت منشو او نورو ملي لومړيتوبونه او پروژې وړاندې کوو، خدمتونه پېژنو او لومړيتوب وکوو.

په دې برخه  د کډوالو چارو وزارت د پنځو نورو ساحو د پېژندلو وروسته په   ۲۰۲۰ کې د زياتو کډواړلو خبر ورکړ او له شريکانو څخه يې دملګروملتونو په نړيواله ناسته کې  وغوښتل، چې ددې برخو د پراختيا لپاره د لازمو مرستو په لېږلو سره دکډوالو چارو وزارت دنوښت ملاتړ وکړي.

د افغانستان، ايران او پاکستان حکومتونه دملګروملتونو UNHCR عمومي سازمان غړو د  ۲۰۱۸ کال په دسمبر کې دکډوالو په اړه نړيوال تړون تصويب کړی و، دملاتړ دميکانيز دغه پروژه د افغان کډوالو لپاره د حل د ستراتېژۍ بشپړول او پياوړي کول غواړي،چې تل به دافغان کډوالود وضعيت د حل چوکاټ وي. 

اندريکار تواتي د افغان حکومت د نوښتونو ستاينه وکړه، چې بېځايه شوي او راستنېدونکي يې دملي لومړيتوب په برناموکې شامل کړي دي، دملي لومړيتوبونو څخه بېځايه شوو او راستنېدونکو ته د ځمکو ځانګړي کول، په ولايتونوکې بېځايه شوو او راستنېدونکوته دپانګې اچونه، د راستنېدو او ځای په ځای کېدو ډاډ ورکول دي. درې واړه هېوادونه په شمول د UNHCR د کډالو د تړون څخه ملاتړ وکړ چې  په ۲۰۱۹ کال کې د دسمبر په ۱۷مه او ۱۸مه په ژنوا ښارکې ترسره کېږي.

وروسته د ايران د کورنيوچارو وزير ښاغلي فضلي په خپل وار ټينګار وکړ،چې دايران حکومت په خپلو ژمنو عمل کړی او په ستراتېژۍ  کې يې په ګوته شوو اهدافو سره نارضايتي څرګنده کړه،چې د بېلابېلو ستراتېژيکو اهدافوسره يو شمېر فعاليتونه لري او بل لورې خپلو ژمنو ته په پوره شکل پابندنه دي.   

په وړانديز وکړه چې د خنډونو او لاملونو د پېژندلو لپاره به دکارپوهانو کمېټه يو هر اړخيز پلان چمتو او پايله به يې ورستۍ غونډې سره شريکي کړي ځکه،چې ميليونونه کډوال او پناه غوښتونکي دغونډې پايلو ته سترګې په لار دي.

په تعقيب سره د پاکستان د سفران وزير  آفريدي په خپلو خبرو کې وويل،  چې ددغې ستراتېژۍ خواوې د بدن دغړو په څېردي، هر غړی خپله ځانګړې دنده او اهميت لري او د اهدافو ترلاسه کول له يوې ډلې پرته ناممکن دي . لکه څرنګه چې په ستراتېژۍ کې ليدل شوي، ژمنې روښانه دي او موږ يې بايد پلي کړو. داټولې غونډې يو فرصت دی او پاکستان به بيا په سرمشريزه کې وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۸:۱۰
Background image

لوګر: مسلکي مرستیال او کفیل د قلعه وزیر د مهاجرینو له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمن راشد او ورسره مل پلاوي د لوګر ولایت د قلعه وزیر د مهاجرینو له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه
ښاغلي راشد په دغه لیدنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۸:۶
Background image

د مهاجرینو چارو مسلکي مرستیال او کفیل د لوګر والي سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمان راشد او ورسره مل پلاوي لوګر ولایت ته د سفر پرمهال ددغه ولایت له والي مولوي ضیاء الرحمن مدني سره د ولایت. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کفیل د لوګر ولایت د مهاجرینو له آمریت څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمان راشد د ځینو رئیسانو په ملتیا د لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت د مهاجرینو چارو له آمریت څخه. . .

بېرته خبرونه ته