"د افغانستان حکومت له خلکو سره په ریښتیا مرسته وکړه"
دغه خبره نن شنبه ۲۶ ذو القعده ۱۴۴۳/ ۵ چنګاښ ۱۴۰۱ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري ټولنې مشر ډاکټر رمیز په پکتیکا ولایت ګیانې ولسوالۍ کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني او د روغتیا وزیر ډاکټر عباد قلندر سره په ناسته کې وکړه
په دغه سفر کې له ښاغلي رمیز سره د ترکیې هیواد د مرستیال سفیر ترڅنګ د ملګرو ملتونو د ټولو ادارو مشران موجود وو
ښاغلي رمیز وویل: "ما ملګرو ملتونو او د امنیت شورا ته معلومات ورکړل، ما ورته وویل؛ حکومت په کمو امکاناتو په ډېر کم وخت کې هرڅه ته رسیدګي وکړه"
نوموړي وویل؛ په دې وخت کې زمونږ او ستاسو ترمنځ فرق نشته یوازې همغږي ده، او تاسو چې کومې مرستې کړي په دې سره یو اعتماد رامنځته کېږي
نوموړي زیاته کړه د افغانستان خلک خودمختاره او باوقاره خلک دي او ددوی سره باید داسې مرسته وشي چې ځان خودمختاره احساس کړي
ښاغلي حقاني دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ ددوی دلته له راتګ او بشري مرستو څخه مننه وکړه او ویې ویل: تاسو دلته په راتګ او مرستو رارسولو بشری حق ادا کړ
نوموړي زیاته کړه له دغه پېښې پرته په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله هم پېښې رامنځته شوي، چې باید توجه ورته وشي
له ناستې وروسته ټولو په شریکه له نړېدلو کورونو څخه لیدنه وکړه، د شهیدانو کورنیو ته یې لاس پورته کړ او خلکو ته یې ژمنه ورکړه، چې هرډول مرستو ته به ادامه ورکړي.
