د اسلاميک ريليف یا نړيوالې اسلامي هوساينې موسسې لخوا د کابل په بېلابېلو سيمو کې د خوراکي توکو مرسته وشوه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۶ - ۱۶:۵۹
ـــــــــــــ

د اسلامیک ریلیف یا د نړیوالې اسلامي هوساینې موسسې لخوا (777) اړمنو کورنیو سره د کابل په خاکجبار، ده سبز، بګراميو او دولسمه ناحیه کې د خوراکي توکو مرسته تر سره شوه.

په دغه خوراکي توکو کې (60) کیلو ګرامه وړه، (29) کیلو ګرامه وریجې، (14) کیلو ګرامه دال، (6) کیلو ګرامه بوره، (6) لیتره غوړي او یو کیلو مالګه شامل وه.

د مرستو دغې لړۍ, چې د روان هجري شمسي کال د تلې مياشتې له (17مې) څخه (19مې) نيټې پورې ترسره شوې وه، په کې د خاکجبار ولسوالۍ (201) کورنۍ, د ده سبز (164)کورنۍ او بګرامیو او دولسمې ناحیې (412) کورنيو مرستې وويشل شوې.

د يادونې وړ ده, چې د مرستو د ويش دغه لړۍ د افغانستان اسلامي امارت د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو وزارت په همکارۍ او همغږۍ ترسره شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته