د ادارې او مدیریت د اساسي اصولو ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسید

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۵:۳۶
-
د مهاجرینو چارو وزارت مرکزي رییسانو او خپلواکو آمرینو ته د ادارې او مدیریت د اساسي اصولو تر سرلیک لاندې درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ د وزارت د مسلکي مرستیال ښاغلي الحاج مولوي عبدالرحمن راشد له لوري د ملکي خدمتونو د انستیتوت استادانو ته د ستاینلیکونو او ټولو برخه والو ته د سندونو په وېشلو سره پای ته ورسید.
دغه ورکشاپ د روان کال د چنګاښ میاشتې پر شپاړسمه د وزارت د غونډو په تالار کې پیل او د ګډونوالو د وړاندیزونو او نظرونو په راټولولو سره پای ته ورسید.
په دې ورکشاپ کې د کاري ګروپونو د جوړولو له لارې د ادارې او مدیریت د مفاهیمو پېژندنه، د ادارې بنسټي اصول، د یوې اسلامي ادارې ځانګړنې، د مدیریت کچې، په مختلفو کچو کې د مدیرانو مهارتونه، د مدیرانو مسولیتونه او د مدیریت اصلي عناصر وړاندې شول.
د وزارت مرکزي رییسانو او خپلواکو آمرینو په دې ورکشاپ کې وړاندې شوي موضوعات ګټور او ارزښتناک وبلل.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د چین د بشري مرستو لومړۍ جوپه د مهاجرینو چارو وزارت ته وسپارل شوه

د داخلي بې ځايه شويو او راستنېدونکو د بيامېشتېدنې لپاره د چين حکومت د بشري مرستو لومړۍ جوپه د مهاجرینو چارو وزارت ته وسپارل شوه.
د چین سفیر ښاغلي ژاو شینګ وویل: موږ ټول پوهیږو چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۲۰:۹
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر او د ازموینو ملي ادارې رییس سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د ازموینو ملي ادارې له رییس شیخ عبدالباقي حقاني سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د. . .
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۲۲:۴۲
Background image

د روسي اشغال پرضد جهاد ددې لامل شو، چې افغانان د امریکا د ماتې ویاړ هم ترلاسه کړي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني د شمال زون د مختلفو ولایتونو له علماو، قومي مشرانو او مخورو سره په ناسته کې وویل: د روس پرضد د جهاد برکت و، چې. . .

بېرته خبرونه ته