دکډوالو چارو وزارت او نجات نړيوالې موسسې ترمنځ دهمکاريوهوکړه ليک لاسليک شو

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۷ - ۱۱:۱۵
دکډوالو چارو وزارت او نجات نړيوالې موسسې ترمنځ دهمکاريوهوکړه ليک لاسليک شو

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وزير سيد حسين عالمي بلخي  دترې چهارشنبې په ورځ دوري په ۱۴مه په ياد وزارت کې دنجات نړيوالې موسسې له رئيسې اغلې ويکې حکين سره د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو په برخه  کې دهمکاريو هوکړه ليک لاسليک کړ.

 

دکډوالو وزير دياد هوکړه ليک دلاسليک پرمهال وويل، دغه هوکړه ليک په لاسليک کولو سره به د داخلي بېځايه شو او راستنېدونکو يوشمېر ستونزې هوارې شي.

داپروژه له ۲۸/۹/ ۲۰۱۹ کال نه دهمدې مياشتې تر ۲۹مې نټې پورې دافغانستان د پاېښت په موخه په ننګرهار، هلمند، هرات، لغمان، خوست، پکتيا، بادغيس او لوګر ولايتونوکې د بېړنيو مرستو دچمتوکولو لپاره پلي کېږي.

ددغې پروژې بوديجه (2027101) ميليونه ډالره ده، چې پکې د نغدي مرستوترڅنګ ۷۰۲۰ کورنيوته دغيرې خوراکي توکو کڅوړې او ۱۶۰ داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيوته د لنډمهالې سرپناه جوړونه شامله ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته