دکډوالو او راستنېدونکو سرپرست وزير په کابل کې د المان د سفير مرستيال سره وليدل
د کډوالو او راستنېدونکو سرپرست او نوماند وزير نورحمن اخلاقي په کابل کې د المان د سفير مرستيال سره وليدل. په دغه ليدنه کې دواړو لوريو د لا زياتو همکاريو، د بېځايه شوو د اړتياو دپوره کولو،د برنامو موثريت او کډوالو ته د مرستو په وېش يې ټينګار وکړ.
په ليدنه کې اخلاقي و ويل، په هېواد کې اصلي او اساسي ستونزه داخلي بېځايه شوي دي، که موږ غواړو کډوال کم کړو، بې له شکه د داخلي بېځايه شوو خلکو وضعيت ته بايد رسيدګي وشي.
سرپرست وزير په داسې حال کې چې د ادارو په زياتې همغږۍ او شفافيت (روڼتيا) ټيڼګار کوي وويل، ددې وزارت کاري ټيم اداري فساد سره مبارزه کوي،چې يو د افغانستان د اداري ستونزو څخه ده او په دې برخه کې د ټولو نړيوالو ادارو همکاريوته اړتيا ده. زموږ اداره جدي ده او په دې برخه کې ستاسې ملاتړ مهم دی.
په هېواد کې د المان د سفير مرستيال د افغانستان او المان ترمنځ د ښو اړيکو په يادولو سره له افغانستان سره د المان دمرستو او همکاريو له دوام خبر ورکړ او تاوتريخوالی يې د کډوالۍ او داخلي بېځايه کېدو ستر لامل وباله.د کډوالۍ سربېره، هغه کسان چې په هېواد کې د تاوتريخوالی له امله بېځايه شوي دي د مهربانۍ وړ دي او د انساني همدردۍ له مخې ورسره بايد مرستې وشوي.
په ورته وخت کې دواړه لوريو د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې په المان کې د افغان کډوالو د مديريت په برخه کې دعمل کول پر اړتيا ټينګار وکړ.