دمالي او اداري مرستيال ژوندليک

ښاغلی ولی الله جلال په1985م کال کې د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کي په یوه روڼ آندې  او دینداره کورنۍ کي زیږېدلی دی.

لومړنۍ زده کړې  یې د مهاجرت په دیار کې په پیښور ښار او لوړي زده کړې یې په آسترالیا کې له ویکتوریا پوهنتون نه د (منجمنټ) په برخه کې سرته رسولي ده .

د ماستری سند يې د آسټرالیا له  RMIT پوهنتون نه د سوداګرې مدیریت په برخه کې ترلاسه کړي.

کاري تجربې

ښاغلي ولی الله جلال له دې مخکې په لاندې برخوکې دندې ترسره کړي دي

1- د آسټرالیا په ملبورن ښار د(MCCA) مالي څانګې مسئول.

2- د پوهنې وزارت د (CBE) پروژې مسؤل .

3- د پوهنې وزارت د (HRDB) بورډ د تخنېکي او همغږي څانګو مسئول .

4- دکرنې، اوبولگولو او مالدارۍ  په وزارت کې (CARD_F) د پروژو مدیر .

5- د افغانستان د اقتصادی پرختیا په موسسه کې د پروژو مسئول.

6- د افغانستان د اقتصادی پرختیا پروگرام مسئول.

له ملي او نړیوالو ژبو سره بلدتیا:

پښتو، دری ، انګلیسی او اردو .

ښاغلی ولی الله جلال  د ۱۳۹۹ه ل کال د مرغومی میاشتې په ۱مه نېټه د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غنی په حکم د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مالي او اداري د مرستیال په توګه و ټاکل شو .