دترکې او افغانستان ترمنځ دپارلماني ملګرتیاډلې له رییس سره دپناه غوښتونکو دمرستیال لیدنه

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۳:۳۶
___________
دترکي داستازو دمجلس غړی او دافغانستان او ترکي ترمنځ د پارلماني ملګرتیال دډلي ريیس ابراهیم آیدن سره په ناسته کې دکډوالو اوراستنېدونکو چارو وزارت دپناه غوښتونکو مرستیال وفي الله کاکړدکډوالو په برخه کې ددواړ هېوادونو ددوه اړخیزه همکاریو دهوکړه دلاسلیک په اړتیاوخبرې وکړې.
ښاغلي کاکړ د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ښو ، اوږدمهالو او دوستانه اړیکو یادولو پرمهال ، د افغان کډوالو ثپه برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دهمکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې ، ښاغلي آیدن افغانستان یوله هغو هېوادونو وباله چې ترکیې سره ددوستانه اړېکو اوږد تاریخ لري.
په ورته وخت کې ، هغه دافغانستان اوترکیې ترمنځ د پارلماني ملګرتیا ډلې د لیدنې همغږي اعلان کړه ترڅو د کډوالۍ ، سولې ، تعلیم ، زراعت او نورو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ همکارۍ پیاوړې کړي

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې، د مولوي سید قاسم آغا په ملتیا د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل.
په دغې ناسته کې د شمالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په اېټالیا کې د ۳ شهید شویو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول

د زمري په ۵مه او ۶مه له اېټالیا څخه د هغو درېیو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول، چې د غبرګولې په ۱۱مه نېټه په اېټالیا کې د زړه بوږنوونکې اورلګېدنې په پېښه کې د یوه پاکستاني له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو حالاتو کې ژوند کوي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مدیریت مسوول ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل سره په لیدنه. . .

بېرته خبرونه ته