داووکلونو وروسته دلومړي ځل لپاره ١٠٠٠راستنېدونکو او بېځایه شوو کورنیو ته دنمرو دوېش لړۍ پیل شوه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۱۵:۱۵
___________

دولسمشرۍ ماڼۍ د ١٠٨ ګڼه فرمان له مخې ١٠٠٠مستحقو او راستنېدونکو کورنیو ته دنمرو دوېش پچه اچونه دکډوالو او راستنېدونکو چارو دوزیر،دکابل والي،دښارجوړونې وزارت دمرستیال،دولسمشرۍ ماڼۍ دلومړي مرستیال استازي او دکابل ولایت دځمکې دمستحیقنو دپېژندنې دکنسرسیوم دغړو په شتون کې دکابل ولایت دکډوالو په التفات ښار ګوټي کې ترسره شوه.

له دې مخکې ٧٤٠٠راستنېدونکو کورنیو دځمکې داخیستو دپاره نوملیکنه کړې وه،چې له ډلې یې دمستحقینو دپېژندلو کنسرسیوم له لورې ١٨٠٠کورنۍ دځمکې داخیستو مستحقې پېژدل شوې وې اوپه نښه شوې وې،چې دپچې اچونې په اساس به دکابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ دکډوالو په التفات ښارګوټي کې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې تیارې او وېشل شي.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د ولسمشرۍ ماڼۍ د١٠٨ ګڼه فرمان پلي کولو دپرمختګ په اړه معلومات ورکړل،چې پروسه له ډېر ځنډ اواصلاحاتو وروسته بیاپه هرات او کابل ولایت کې د مستحقینو دپېژندلو کنسرسیوم پرانیستل شو او دالړۍ دپچې اچونې په مرحله کې قرارلري.

هغه زیاته کړه چې کلونه مخکې ٩٠ زره کورنیو ته دکډوالو چارو وزارت له لورې نمرې وېشل شوي او دروڼتیا رامنځته کولو په موخه کډوالو چارو وزارت پلان لري چې دوېشل شوو نمرو په اړه نوي معلومات ثبت کړي ترڅو هغه کسان په نښه کړي چې مخکې یې نمرې ترلاسه کړي.

دکډوالو دوزیر په وینا دغه برنامه به ډېر ژر په ننګرهار،کابل،هرات اوغزني کې پیل شي.

په ورته وخت کې دکابل والي دکډوالو په ښارګوټوکې دځمکې دغصب دمخنیوي په اړه وویل:زموږ هڅې دادي چې د اړمنو راستنېدونکو لومړيتوب ته رسېدګي وشي او دغاصیبینودغصیب مخه ونیول شي ترڅو دهغه څخه مستحقې کورنۍ استفاده وکړي.

همدارنګه دځمکې داصلاح او ښارجوړونې وزارت مرستیال د شپږنیم میلونه ځمکې دلرلو خبر ورکړچې مستحقینو په ځانګړي توګه راستنېدونکو ته به ورکړل شي.

دهغه په خبره د راستنېدونکو شمېرو او دنفوسو ډېروالي ته په کتوپه ټول هېواد کې په کال کې داوسېدو شاوخوا (٤١) زره نوو ځایونو ته اړتیاده چې له ډلې يې ٧٥ سلنه غوښتونکي لږ عاید لري نو له همدې امله دښارجوړونې وزارت د استوګنې لګښتونو ته پاملرنه کوي.

دبرنامې په پای کې دځمکې دمستحقینو ترمنځ پچه اچونه د کډوالو او راستنېدونکو چارو دوزیر،کابل ولایت دوالي،دځمکو داصلاح او ښارجوړونې وزارت مرستیال او دکنسرسیوم دغړو په شتون کې ترسره شوه.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د لوګر له والي قاري صلاح الدین ایوبي سره وکتل

ښاغلي ایوبي په دغې ناسته کې، چې د لوګر د کډوالو چارو رییس هم ور سره مل و، په یاد ولایت کې د راستنو شویو د وضعیت او شویو مرستو په اړه معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چې تر دې دمه په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۳
Background image

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې او د هغوی د چارو د لا ښه تنظیم په موخه، د مهاجرینو چارو وزارت په کوربه‌توب د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، د استخباراتو لوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته