جوزجان کې له ۵۰۰ زياتو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان (wfp) موسسې له لورې د جوزجان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکار۵۴۱ بېځايه شوو کورنيوسره د خورکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله دبېلابېلو سيموڅخه د اقچې، خواجه دوکو او شبرغان ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غبرګولي په ۲۶مه هرې کورنۍ ته يو اندازه خوراکي مواد ووېشل شول.
د ويلو ده چې په نږدې راتلونکي کې به دغوکورنيوسره دغيرخوراکي موادو مرستې هم ترسره شي.