تېرې يوې اونۍ کې د هېواد په ۱۵ ولايتونوکې له ۸ زرو زياتو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

anwari_morr
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۵ - ۱۱:۱۷
____________

په تېرې يوې اونۍ کې د لړم د ۱۰ نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې ۸۲۱۵ بېځايه شوو کورنیوسره د هېواد په ۱۵ ولايتونوکې نغدي، خوراکي او دغير خوراکي موادو مرستې شوي.

په يادو مرستو کې نغدي، خوراکي مواد، ګرځنده سرپناه، خېمې،، روغتيايي کڅوړې، دکور سامان الات شامل و ،چې په هلمند، کندهار، سرپل، کندز، غور، پروان، لغمان، پکتيا، فراه، جوجان، تخار، بادغيس، فارياب، بدخشان او بلخ کې هغه کورنيوته چې د جګړو او طبيعي پېښو له امله زيانمې شوې وې او دخپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې وې ووېشل شوې.همدارنګه په دغوکورنيوکې چې زياتره يې له ايران څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي وي هم شامل و.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( UNHCR) او يو شمېر ملي او نړيوالو مرستندويه ادارو ( طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې اداره، دکډوالۍ نړيوال سازمان، کليو پراختيا وزارت او يوشمېر نورو ادارو په بشري او مالي ملاتړ خلکو ته ووېشل شوې.

د ويلو ده چې د ذکر شوو ادارو له لورې دخلکو لپاره ځينې تعليمي برنامې  رامنځ ته شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته