تېره مياشت په هېواد کې نږدې ۳۰ زره کورنيوسره مرستې شوي

anwari_morr
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۴ - ۹:۵۰

تېره مياشت د تلې د لومړۍ نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د هېواد په ۲۶ کې ۲۷۴۲۲ راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيوسره نغدي، خوراکي،غير خوراکي او روغتيايي کڅوړو مرستې شوي.

په دغو مرستو کې اوړه، غنم، غوړي، مالګه، دالنخود، لوبيا، ماشومانو او ميندو لپاره دخوراځواکې مواد، دپخلنځي سامان الات، روغتيايي کڅوړې او نغدي مرستې شاملې وې، چې راستنېدونکو، بېځايه شوو او د طبيعي پېښو له امله اړمنو زيانمنو کورنيوسره په فارياب، کندز، بادغيس، جوجان، کونړ، کاپيسا، غور، بلخ، لغمان، پروان، لوګر، فراه او باميانوکې وېشل شوي دي.

له بلې خوا د هرات ولايت دکډوالوچارو رياست او د کډوالو وزارت سره همکارو ادارو سپورتي سيالۍ او د عامه پوهاوي پروګرامونه  د راستنېدونکو او بېځايه شوو لپاره په دغو ولايتونوکې په لاره اچول شوې وې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۹:۲۹
Background image

د پناه غوښتونکو مرستيال په يونان کې دافغانستان له سفير سره د افغان کډوالو د وضعيت په اړه خبرې وکړې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د ليندۍ په ۵ مه د يو ويډيوي کنفرانس له لارې  په يونان کې د افغانستان له سفير  ميرويس صمدي سره د افغان کډوالو د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۲۱:۴
Background image

دپناه غوښتونکو مرستيال د راستنېدونکو پر دوامداره ادغام ټينګار وکړ

د کډوالو او راستنېدونکوچارووزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ   په کابل کې د شورا برنامې مسؤلې او د هبيتات دفتر سرپرستې اغلې غظيمه رويا سره په ناسته کې د راستنېدونکو پر. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

دکډوالو په ښارګوټي د بنسټيزو کارونو نه شتون ددې لامل کېږي چې بېرته راستنېدونکي بياکډوال شي

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير نور الرحمن اخلاقي د ترکيې د همغږۍ اوهمکارۍ  (TIKA) د دفتر له رئيس ذهتوچال سره په ليدنه کې وويل: چې د کډوالو په ښارګوټوکې د. . .

بېرته خبرونه ته