بغلان کې ۳۲۲ بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۲ - ۱۰:۵۳
بغلان

د (WFP, ORD, DAKAAR and ACTED) موسسو له لورې د بغلان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۲۲ بېځايه شوو کورنيوسره نغدې، خوراکي او دغيرې خوراکي توکو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بغلان مرکزي ولسوالۍ او يوشمېر نورو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتېرې پنج شنبې وپه ورځ د وري په ۸ مه هرې کورنۍ ته ۲۰۰۰ افغانۍ نغدې،يوه کڅوړه خوراکي مواد،غوړي،اوړه،دالنخود، بيسکويټ، دوه ترپالونه، دکالو مينځولو صابون، دلاس مينځولو صابون، زنانه يې کڅوړې،دوه متره رخت،يو سطل، دوه بوشکې او دپخلنځې مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته