الحاج خلیل الرحمان حقاني د چین له سرپرست سفير سره وکتل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۷ - ۵:۲۶
صدام انوری
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني په افغانستان کې د چین هېواد له سرپرست سفیر ښاغلي "Ding Yinan" سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل
لومړی ښاغلي " یينان " د افغانستان لپاره د چین هیواد د پالیسۍ په اړه معلومات وړاندې کړل
هغه وویل: مونږ د افغانستان خپلواکۍ، د افغانانو خوښې او د افغانستان مذهب او کلتور ته په احترام قایل یو، نه غواړو، چې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله وکړو او یا له سیاسي موقف څخه ناوړه استفاده وکړو
نوموړي زیاته کړه، چین د افغانستان په اړه ډېر ثابت او قوي دریځ لري او غواړي په هره برخه کې د افغانانو لاسنیوی وکړي او د افغانستان اقتصاد په پښو ودریږي
ښاغلي حقاني نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د چین هیواد له بشري مرستو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دغه مرستې د افغانانو اساسي ستونزه نشي حل کولای، او باید له افغانانو سره د کار روزګار او معیشیت په برخه کې مرسته وشي ترڅو نورو ته د سوال او لاسنیوي څخه خلاص شي
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو مرستیال محمد ارسلاح خروټي د خپلو خبرو پردوام وویل: چین هیواد تل د افغانستان یو ښه ګاونډي پاتې شوی او تل یې له افغانانو سره همکاري کړې ده، هغه زیاته کړه، کومه مرسته، چې له چین هیواد څخه راځي، که دلته په افغانستان کې خریداري شي نو اندازه به یې څو چنده شي
نوموړي له چین هیواد څخه وغوښتل، چې د مهاجرینو لپاره د سکالرشیپونو یوه کوټه ځانګړې کړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته