غزني کې داخلي بېځايه شوي د حرفوي زده کړو له مرکز څخه فارغ شول
د پاملرنې موسسې په مالي لګښت او د غزني ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۵ داخلي بېځايه شوي د شپږو مياشتو زده کړو وروسته د کمپوټر او انګليسي زده کړو له مرکز څخه فارغان شول.
کندز کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د ORD او UNHCRادارې له لورې د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۱۰۰ راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيوسره د غيرخوراکي او روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.