ایران څخه تر دوه زره زیات مهاجرین پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول

sadam_morr

په ايران کې مېشت ۲۳۸۶ دوه زره دری سوه شپږ اتیا تنه افغان مهاجرین پرون د غویي د میاشتی پر ۱۰مه د هرات د اسلام قلعه له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

 د هرات د اسلام قلعه د سرحدي آمر د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې یو شمیر کورنۍ هم شاملې وې، چې ۴۸۹ څلور سوه نهه اتیا تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو د جلب په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

دغه راز ۱۱۷ یو سل او اولس کورنیو سره لس لس زره افغانۍ نقدی مرسته وشوه،۲۶ شپږ ویشت بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچایلډ موسسې ته ور وپېژندل شول، ۲۲۴ دوه سوه څلوریشت تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا په وړیا توګه سیمکارتونه ووېشل شول او ۲۰۷ دوه سوه اوه تنه نور له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.