د پکتيکا ولايت د مهاجرینو چارو رياست د ادارو له استازو سره ګډه ناسته ترسره شوه

anwari_morr
=

د پکتيکا ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د مرستيال والي په مشرۍ د خوړو نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمېشنرۍ له استازو سره د سلواغې په ۴مه نیټه ګډه ناسته وکړه.
 د یادو ادارو استازو د خپلو بشپړو شوو پروژو لنډ راپور وړاندې کړ او خپلې راتلونکې پروژې او پلانونه یې شریک کړل.
 د دغه ولايت د مهاجرينو رئيس مولوي حمدالله فاتح له يادو استازو څخه وغوښتل، چې له راستنېدونکو، داخلي بې ځايه شويو او اړمنو کورنيو سره مرستو ته لا نوره اړتيا ده.
هغه زیاته کړه، پکتیکا هغه ولایت دی، چې د نورو په پرتله له وزیرستان څخه ډېر راستندونکي ورته راغلي دي.
 مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د مهاجرینو چارو رئیس ته ډاډ ورکړ، چې په راتلونکو پلانونو کې به ورته زیاته پاملرنه وکړي.
هغه وویل: پکتیکا پراخه ساحې لري له همدې امله پکار ده، چې  هرې ولسوالۍ ته مساوي خدمتونه وړاندې شي.