د بغلان د مهاجرینو سرپرست د مرکزي بغلان د ولسواليو له استازو سره ولیدل

anwari_morr
-

د بغلان د مهاجرینو ریاست مالي آمر او سرپرست قیام الدین فورمول د مرکزي بغلان ولسوالۍ د آبقول او علي خواجه کلیو له مخورو سره د سلواغې پر ۴مه نیټه لیدنه وکړه.
لومړی د یادو سیمو استازو د مهاجرینو ریاست د تېرو څو ماشتو کړنو مننه وکړه  او په دغو کلیو کې یې له پاکستان څخه د راستنېدونکو ستونزې د حل کېدو په موخه له مهاجرینو ریاست سره شریکې کړې.
د مهاجرینو ریاست سرپرست د قانون په چوکاټ کې د دولتي ادارو او نړیوالو موسسو په همکارۍ د ستونزو د هواري ډاډ ورکړ.
د یو بل خبر له مخې د بغلان د مهاجرینو ریاست سرپرست په شمال زون کې  د اوچا د دفتر د همغږۍ مسول ښاغلي ببرک عثمان سره لیدنه وکړه.
ښاغلي عثمان د ترسره  شویو کړنو او راتلونکو پلانونو په اړه د مهاجرینو سرپرست سره معلومات شریک کړل.
د مهاجرینو ریاست سرپرست د جبري راستنېدونکو، چې هره ورځ د مرستو د ترلاسي په موخه ثبت او ‌ډیټابیس ته مراجعه کوي ستونزې څرګندې کړې او زیاته یې کړه، چې په دې برخه تر پخوا لا ډېرې پاملرنې او همکارۍ ته اړتیا ده.
دواړو خواوو په لا  زیاتې همکارۍ ټینګار وکړ.