یوه ورځ کې؛ له ایران څخه پخپله خوښه او په جبري توګه سلګونه مهاجرین خپل هېواد ته راستانه

anwari_morr

په ایران کې مېشت ۷۴۶ مهاجرین د دلوې پر لومړۍ نېټه د هرات اسلام کلا له پولې څخه هېواد ته راستانه شول

د اسلام کلا د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې چې ۴۲۶ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوړال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیرخوراکي توکي یې ترلاسه کړل

همدا راز ۱۵ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه، ۴۲ بې سرپرسته ماشومان وارچایلډ موسسې ته ور وپېژندل شول او ۶۰ تنو ته د ګومارل شوو کمېټو له خوا په وړیا ډول یو یو سیمکارت ووېشل شو

او ۳۵۰ تنه نور له روغتیایي مرستو برخمن شول