په خوست ولایت کې ۱۱۰ کورنۍ د لمریزې برېښنا له مرستې برخمنې شوې
![-](/sites/default/files/2024-01/%D8%AE%D9%88%D8%B3%D8%AA%202_0.jpg)
په خوست ولایت کې پر ۱۱۰ بې ځایه شویو، راستنېدونکو او اړمنو کورنیو د مرغومي په ۱۹مه د لمریزې برېښنا وسایل وویشل شول.
یادې اړمنې کورنۍ، چې مخکې د صبریو په ولسوالۍ کې د دغه ولایت د مهاجرینو ریاست له خوا پیژندل شوې وې، هرې کورنۍ ته دوه دانې سولري تختې، یوه دانه بطرۍ او ۱۰ قلمه نور وسایل، د خوست په مرکز کې د برک موسسې له لوري ورکړل شول.