له پاکستان څخه په سلګونو مهاجرین په جبري توګه راستانه شول

anwari_morr

د مرغومې میاشتې په ۱۸مه نیټه د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه ۵۴۳ افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شوي دي.
د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي امریت د راپور په بنسټ د ۶۱ کورنیو په ګډون ۳۲۲ کسان او ۲۴ تنه د پاکستان له زندانونو څخه خوشي شوي د یادې پولې څخه هیواده په جبري توګه راستانه شوي دي. 
یاد را شړل شوي وګړي د مهاجرینو د ادارې له ثبت وروسته د مرستو په موخه د خوړو نړیوال سازمان عالي کمیشنرۍ دفتر او د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور و پېژندل شول.
د یادونې وړه ده، چې د یادې کمیټې له لوري هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوې.
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي امریت د معلوماتو پر بنسټ  ۳۸ کورنۍ، چې ۱۹۷ کسان  کیږي د تورخم له پولې څخه هیواده په جبري توګه راستانه شوي دي.
د تورخم د سرحدي امر په وینا یاد را شړل شوي وګړي د مهاجرینو د ادارې له ثبت وروسته د مرستو په موخه د نړیوال سازمان عالي کمیشنرۍ دفتر او د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور و پېژندل شول.