نېږدي درې زره راستنېدونکي د يوې ورځې په موده کې د سپين بولدک د مؤظفې کمېټې له چوپړتياوو څخه برخمن شوي دي
دوه زره او ۹۶۲ تنه اجباري راستنېدونکي د ليندۍ په ۱۰ مه په کندهار کې د سپين بولدک د مؤظفې کمېټې له چوپړتياوو څخه ګټه اخېستې.
له سپين بولدک څخه د رارسېدلو معلوماتو له مخې، په ياده نېټه يې ۱زر ۱و ۴۸۸ تنه ثبت کړي چې له جملې يې ۱ زر او ۲۳۷ تنه د کډوالۍ نړۍ والې ادارې او ۲۵۱ تنه نور د يونسيار ادارې ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ورپېژندلي دي.