220 کورنۍ خپلو اصلي مينو ته انتقال او 100 کورنيو ته د کور کرايه و ويشل شوه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۹ - ۱۰:۵۸
_____________

1400کال، تلې، 14مه، کابل؛ افغانستان

د کابل نوي ښار پارک کې د داخلي بې ځايه شويو له ډلې څخه (220) کورنۍ په خپله خوښه ستنېدنې برنامې له لارې خپلو اصلي مېنو ته ستنې شوې.

د کابل کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د دغو کورنيو د انتقال پر مهال وويل: په دغو کورنيو کې د بدخشان، تخار او کاپيسا ولايت اوسېدونکي شامل دي.

د هغه په وينا، له دغو کورنيو سره د يونين ايډ او افغان ميرمنو رضاکاره بنسټ د (10) زره افغانيو او ترانسپورټ، د ترکيې هېواد اميد سترګې موسسه د خوراکي توکو او الکوزی نړيوال شرکت ورسره د غرمې او ماښام ډوډۍ مرسته کوي.

له بلې خوا په کابل کې د يونسيار اداري لخوا د هغه بې ځایه شويو کورنيو سره د کور کريې مرسته وشوه، چې کورونه يې په کرايه نيولي وو.

د دغې ادارې لخوا د (486) کورنۍ د دغو مرستو لپاره وړ بلل شوې وې، چې نن (100) کورنيو ته د (220) امريکايي ډالرو او غيري خوراکي توکو مرسته وشوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته