هرات کې د ځمکې د ترلاسه کولو لپاره د راستنېدونکو د نومليکنې پروسه پيل شوه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۹ - ۱۱:۲۷
14

په هرات ولايت کې دمستحقو  راستنېدونکو او بېځايه شوو دنومليکنې پروسه دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي، ځمکو داصلاح او ښارجوړونې مرستيال،  دهرات دوالي مرستيال، لوړپوو مسؤلينو،يوآن هبيتات، سيمه اييزو ارګانونو دښارجوړونې مرستيال،دهرات ولايت ولايتي رئيسانو او يو شمېر راستنېدونکو په شتون کې پرانيستل شوه.

د ځمکې دوېش پروسه د ولسمشرۍ ماڼۍ د فرمان دتعديل له امله يو څه موده وځنډول شوه، خوددغه فرمان له تعديل او اړونده کړنلارې وروسته په هرات کې دځمکې ترلاسه کولو لپاره د راستنېدونکو دنوملکينې پروسه پيل شوه او تمه کېږي دغه پروسه ډېرژر په کابل کې هم پرانيستل شي.

وروسته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي دهرات ولايت دمقام ،دځمکو د اصلاح او ښارجوړونې وزارت، يوآن هبيتات او نورو مرستندويه ادارو دهڅو څخه مننه وکړه ويې ويل، مخکې يې د ولسمشرۍ د ۱۰۴ ګڼه فرمان په اساس مستحقينوته ځمکې وېشلې،خو د ۱۰۴ ګڼه فرمان د ځينو ستونزو له امله لغوه شو،چې اوس يې ځای ۳۰۵ ګڼه فرامان نيولی دی.

دمستحقينو د پېژندلو کنسرسيوم، چې په سرکې يې دکډوالو چارو وزارت، درې دولتي او درې نړيوالې ادارې شتون لري، د مستحقينو پېژندل په غاړه لري، چې وروسته د پېژندلو دوی د ځکمې پېژندلو کمېسېون ته  دمعيارونو مطابق په نظر کې نيول شوي، په راس کې يې دځمکو داصلاح او ښارجوړونې وزارت  قرارلري ورپېژندل کېږي او ددې کمېسېون له لارې خپلې ځمکې تر لاسه کولای شي.

په ورته وخت کې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د راستنېدونکو د نومليکنې د پروسې څخه وروسته د شورا برنامې دبېلابېلو اماده شوو برنامه  او د راستنېدونکو د نومليکنې د دفترونوڅخه ليدنه وکړه او کارکوونکو ته يې د راستنېدونکو د نومليکنې د کار په برخه کې د صداقت او رښتينوالۍ په اړه لارښوونې وکړې.  

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته