د مهاجرینو چارو وزیر د فراه له والي سره وکتل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د فراه له والي محترم ملا محمد حافظ مجاهد سره وکتل.
په پیل کې محترم ملامحمد حافظ مجاهد په فراه کې د پراختیایي چارو او یاد ولایت ته د ورستنو شویو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې په فراه کې سیمهییز مسوولین د ګڼو ستونزو پر حل توانېدلي او هڅې کوي، چې راستنو شویو ته پر وخت اړین خدمتونه وړاندې کړي.
ښاغلي مجاهد په فراه کې د راستنو شویو لپاره په ځانګړو شویو ښارګوټو کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د بشپړېدو یادونه وکړه او وړاندیز یې وکړ، چې له بېوزلو راستنو شویو سره دې د کورونو په جوړولو کې مرسته وشي.
نوموړي په فراه کې د مهاجرینو چارو ته د رسېدنې او غوره خدمت په موخه خپل وړاندیزونه شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د فراه والي ته ښه راغلاست وویل او د اسلامي نظام په راتګ کې یې د هغوی قرباني او هڅې وستایلې.
محترم وزیر زیاته کړه، چې په اسلامي نظام کې مسوولین د اهلیت او وړتیا پر بنسټ ګومارل کېږي او له نیکهمرغه په امارتي ادارو کې وړ کسانو ته د خدمت زمینه چمتو شوې ده. هغه خوښي څرګنده کړه، چې چارواکي د شریعت په رڼا کې خپلې دندې مخکې وړي.
محترم مولوي عبدالکبیر د راستنو شویو ستونزو ته رسېدنه او پر وخت د هغوی لاس نیوی د اسلامي امارت مسوولیت یاد کړ او یادونه یې وکړه، چې پر امارتي مرستو سربېره، خیریه بنسټونه به په فراه کې له اړمنو سره مرستو ته وهڅوي.
