مالي او اداري مرستيال د فعاليتونو په لا ښه والي ټينګار وکړ

anwari_morr
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۴ - ۱۱:۳۳
___________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال احمد ولي حکمي په هغه ناسته کې، چې د کډوالو وزارت د بشري سرچينو د رئيس او مالي رئيس ارزونې په موخه جوړه شوې وه د وزارت د کارمندانو د فعاليتونو په لاښه والي ټينګار وکړ.

دغه ناسته د ليندۍ په ۲۳مه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دخپلواک کمېسيون د استازو په شتون کې کډوالو وزارت کې ترسره شوه، چې پکې  د يادو رئيسانو د تېرکال فعاليتونه و ارزول شول.

دکډوالو وزارت مالي او اداري مرستيال د رئيسانو د خدمتونو او ښو کارونو ستاينه وکړه ويې ويل: « د دوی رښتنی خدمت اړمنو او مستحقو خلکو ته د خدمت کولو اساس دی. د وزارت د هر کارمند رښتني او راڼه فعالتونه د هېواد دبېځايه شوو او کډوالو برخليک اغېزمنوي؛ نو بايد خپلې کړنې او فعالتونه په مسؤلانه توګه ترسره کړئ».

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې د کډوالو وزارت اجرايوي بورډ په ناسته کې د وزارت چارواکو په مرکز او ولايتونوکې اړمنوخلکوته پروخت د رښتني او ګټورو فعاليتونو په ترسره کولو او پلانونو پر جوړولو ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته