د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نوی مرستیال معرفی شو

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۳۰ - ۱۸:۲۱
__________
 
نن ۳ شنبه د وږي د میاشتی ۳۰مه نېټه ښاغلی الحاج ارسلاخان خروټی د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقانی لخوا د مالي او اداري مرستیال په ټوګه معرفی شو.
د کډوالو چارو وزیر وویل: دا کارونه مسؤولیت او د ولس خدمت دی او ټول مسؤولین باید ځانونه د الله تعالی او بیا ولس د خدمت مسؤول وګڼي .
وروسته ښاغلي خروټي د افغانستان اسلامي امارت او د کډوالو چارو له وزیر څخه مننه وکړه.
نوموړي وویل: د افغانستان د اسلامی امارت له مشرتابه او ښاغلي وزیر صاحب څخه مننه کوم چې پر موږ یې د دغه دروند مسؤولیت باور وکړ او زیاته یې کړه، چې زه د مرستیال په صفت نه ، بلکې د یوه خدمت ګار په توګه کوښښ کوم، چې د دغه باور د ساتنې او پرځای کولو لپاره خپلې هلې ځلې جاري و ساتم .
نوموړي زیاته کړه، چې زموږ کوم هېواد‌وال له خپل هیواده بهر او دننه د کډوالۍ شپې او ورځی تیروي، د راستنېدو او ځای پر ځای کولو لپاره به يې زمینه برابره کړو.
ښاغلي خروټی وویل : زه د کډالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرستیال په صفت په نړیوالو مرستندویه موسساتو او نورو اړوندو ادارو غږ کوم چې د مهاجرینو وزارت سره له سیاسی ملحوظاتو پرته د بشر دوستانه پالیسۍ په نظر کې نیولو سره د مهاجرینو د راستنیدو او داخلی بیځایه شویو د ځای پر ځای کېدو لپاره خپلی مرستې وکړې.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته