د برنامو په پراختيا ټينګار؛د کډوالو وزير وايي د بيا يوځای کېدو فعاليتونه بايد د امکان ترحه دوامداره وي
پنجشنبه د ليندۍ ۱۳مه
د لوږې لپاره د نړوال سازمان (WHH) له رئس سره په کتنه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي وويل: (( ټولې هغه پروژې چې د راستنېدونکو او د بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو په برخه کې پلي کيږي بايد پرمختيايي او دوامداره وي)).
ښاغلي اخلاقي له ايران او پاکستان څخه د راستنېدونکو شمېرته په اشارې سره وويل: راستنېدونکو بايد د کافي ژوند، زده کړو او روغتيايي اسانتياو د نشتوالي له امله بېرته له هېواد څخه ونه وځي، نو له همدې امله بايد هڅې وشي چې د وزارت او همکارو موسسو ټولې برنامې او فعاليتونه د راستنېدونکو او بېځايه شوو وګړو د بيا يوځای کولو لپاره کافي ظرفيت او کيفيت ولري.
سربېره پردې، هغه د کډوالۍ او بېځايه کېدنې، د پېښو څېړنې او کارباندې ټينګار وکړ او د ظرفيتونو لوړولولپاره يې په دې وزارت کې د بېځايه شوو او کډوالو د مطالعې د انستيتيوت د جوړېدو خبر ورکړ.
په پاي کې د (WHH) نړيوال سازمان رئيس ژمنه وکړه چې دکډوالو وزارت سره به خپلو پخوانيو همکاريو ته دوام ورکړي.