د کډوالو چارو وزارت مسلکي معین د فاریاب ولایت د پوهنتون له ريیس سره وکتل

sadam_morr
Sun, Aug 03 2025 3:40 PM
_
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د فاریاب ولایت د فاریاب پوهنتون له رییس مولوي محمد محقق سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کډوالو په زده‌کړو، ستونزو او حل لارو باندې خبرې وکړې.
محترم راشد وویل: د هر هېواد پرمختګ له تعلیم او زده‌کړو پیلېږي او اړینه ده، چې زموږ هغه هېوادوال، چې له ګاونډیو هېوادونو راستنېږي د خپلو زده‌کړو له دوام څخه بې‌ برخې نه شي.
د وزارت مسلکي معین له هغه وغوښتل، چې د ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه راستنو شویو مهاجرینو سره، چې زده‌کړې یې نیمګړې پاتې دي، زیاته همکاري ور سره وکړي، ترڅو هغوی په ارام او مناسب چاپېریال کې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.
د فاریاب پوهنتون رییس د راستنو شویو کډوالو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

Latest news

BACK TO NEWS