د مهاجرینو چارو وزارت کې د ۵۰۰ زرو ډالرو څخه په زیات ارزښت، د همکارۍ درې تفاهم‌لیکونه لاسلیک شول.

anwari_morr
Thu, Jun 19 2025 8:21 PM
1
درې تفاهم‌لیکونه چې مجموعي ارزښت یې ۵۸۱ زره او ۵۷۲ امریکایي ډالر دی، د "ښځو له پاره د افغان ښځو پرمختیایي بنسټ"، "د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا او سیمه‌ییز پرمختګ اداره" او "د روښانه لارې د روغتیايي او ټولنیزو خدماتو بنسټ" له خوا د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له وزارت سره لاسلیک شول.
د دغه تفاهم‌لیکونو له مخې، یاد بنسټونه به دغه پیسې د روزنې، وسایلو وېش، د ظرفیت لوړونې مرکزونو جوړولو، پوهاوي ورکولو، اقتصادي پیاوړتیا خدماتو وړاندې کولو، نقدي مرستو وېش، د حجاب ګنډلو او مهره‌ دوزۍ برخو کې ولګوي.
دا پروژې به په کابل، بلخ، کندز، جوزجان، بغلان، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، بامیان، دایکنډي، غزني، کندهار او هرات ولایتونو کې پلي شي، چې په ترڅ کې به ۳۰،۸۳۶ تنه بې‌ځایه شوي، راستنېدونکي، ځایې اوسیدونکې او ۵۰ بې‌ځایه شوې کورنۍ ترې ګټه واخلي.

 

Latest news

BACK TO NEWS