د کډوالو چارو وزارت مالي او اداري معين د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره وکتل

sadam_morr
Fri, Apr 18 2025 8:32 AM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معين شیخ کلیم الرحمن فاني د پاکستان له چارواکو سره د خپلو لیدنو په دوام، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له معين او نورو لوړپوړو پوځي چارواکو سره وکتل.  
په دغو لیدنو کې د افغان مهاجرینو اړوند ستونزو او مسایلو په اړه خبرې وشوې. محترم فاني د افغان مهاجرینو د آزار، ناوړه چلند او جبري ایستلو د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه او د مهاجرینو په خپله خوښه، باعزته او تدریجي راستنېدو لپاره د روښانه میکانیزمونو د جوړولو غوښتنه یې وکړه.  
همدارنګه، د پاکستان له لوري وغوښتل شول، چې د مهاجرینو د ستونزو د وخت پر وخت حل او قانوني رسیدګۍ لپاره، د پاکستان او په دغه هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت ترمنځ ګډې د همغږۍ کمېټې جوړې شي، ترڅو د مهاجرینو ستونزو ته په چټکۍ سره رسیدنه وشي.

Latest news

BACK TO NEWS