د کډوالو چارو وزارت مالي او اداري معين پاکستان ته سفر وکړ

sadam_morr
Thu, Apr 17 2025 8:19 PM
ـ

 د وري میاشتې په ۲۷ مه نیټه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معين شيخ کليم الرحمن فاني د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په ترکيب کې، چې مشري يې د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي پر غاړه لري د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد ته سفر وکړ.
د دې سفر موخه په پاکستان کې د افغان مهاجرينو د وضعيت څېړنه ده.
محترم فاني د افغان مهاجرينو د يو شمېر استازو په يوه غونډه کې ګډون وکړ او د ځينو هغوی پوښتنو ته يې ځوابونه وړاندې کړل.  
د مهاجرينو چارو وزارت مالي او اداري معين همدارنګه د وري میاشتې  په ۲۸مه نېټه د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارواکو سره وکتل او د مهاجرينو د جبري ايستلو د تېزېدو، ناوړه چلند، آزار او اذيت په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې او غوښتنه يې وکړه، چې له هغو کړنو څخه ډډه وشي، چې د دواړو هېوادونو د خلکو د ناخوښۍ لامل کېږي.  
یاده دې وي، چې محترم معين مالي او اداري به په دغه هېواد کې د خپل سفر په دوام له يو شمېر نورو پاکستاني چارواکو سره هم وګوري.

Latest news

BACK TO NEWS