هیڅ کارکوونکی باید د لمانځه پر مهال دفتر کې پاتې نه شي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني د ماسپښین له لمانځه وروسته د وزارت کارکوونکو ته مهمې نقطې بیان کړې.
ښاغلي فاني په ورځنیو درسونو کې ګډون او الهي فریضې ته پر ژمنتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: چې د یاد وزارت هیڅ کارکوونکی باید د لمانځه پر مهال خپلو دفترونو کې پاتې نه شي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د دې وزارت د ټکنالوژۍ او معلوماتو مخکیني رییس مرحوم انجنیر عبدالکبیر طلايي له کړنو یادونه وکړه او مرحوم ته یې د جنت الفردوس او کورنۍ ته یې د الله ج له درباره د جمیل صبر غوښتنه وکړه.
اداري معین د وزارت کارکوونکو ته پر روڼتیا، په صداقت سره خدمت او نیکو اخلاقو سپارښتنه وکړه.