د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن (چهار شنبه، د سلواغې ۲۴) د بغلان ولایت د اندرابونو د درېو ولسوالیو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

sadam_morr
Thu, Feb 13 2025 9:00 PM
_

په دې ناسته کې د اندرابونو قومي مشرانو او مخورو په سيمه کې د سرتاسري امنیت راتګ او د فساد او زورواکیو له منځه تللو ستاینه وکړه، د خلکو د هوساینې او اقتصادي اړتیاوو په اړه يې خپل نظرونه څرګند کړل. دوی وویل چې د اندراب ولسونه د اسلامي امارت له حاکمیت څخه خوښ دي او اوسنی امنیت یې د سکون سبب ګرځېدلی.

قومي مشرانو زیاته کړه چې اوس خلک کولی شي په ډاډه زړه د هېواد هر ګوټ ته سفر وکړي، دوی د مغرضو کړیو هغه تبلیغات رد کړل چې د اسلامي نظام پر وړاندې ترسره کیږي، او ټینګار یې وکړ چې د اندرابونو ولسونه به هیچاته د اسلامي نظام پر ضد منفي عمل ته پرې نه ږدي.

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د قومي مشرانو له څرګندونو او ملاتړ مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د ولسونو هوساینې ته ژمن دی، د خلکو ستونزې درک کوي او هڅه کوي چې هره سیمه کې عدالت، امنیت او اقتصادي پرمختګ ته زمینه برابره شي.

په دې ناسته کې د سیمې د خلکو ستونزې او اړتیاوې هم مطرح شوې، چې محترم مولوي عبدالکبیر یې د حل لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS