په مهاجرینو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

sadam_morr
Sat, Nov 16 2024 2:10 PM
-


مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ۶ زره یورو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک  د د قلم انکشافي خیریه موسسې سره لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به یاد مبلغ په بلخ ولایت کې د خوراکي توکو، عامه پوهاوی او د کوچنیو تشبثاتو په موخه به وویشل شي، چې ۱۰۰ راستنې شوې او بېځایه شوې کورنۍ به  ترې برخمنې شي.
 دغه هوکړه لیک د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال او د یادې موسسې استازي ترمنځ لاسلیک شو.

Latest news

BACK TO NEWS