ننګرهار کې لسګونو راستنو شویو ته د کار زمینه برابره شوه

sadam_morr
-

 د ننګرهار ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې ۷۰ راستنو شویو ته د کار زمینه برابره شوه.
 د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رييس حاجي باز محمد عبدالرحمن وويل: د مهاجرینو چارو ریاست له خوا به په مومند درې ولسوالۍ کې دغه کسان يوه مياشت د کانال په پاکولو بوخت وي او دوی هر یو ته د ورځې ۳۵۰ افغانۍ په پام کې نیول شوې دي، چې د کار په پای کې به د ډنمارک د مهاجرینو ټولنې له لوري پیسې ورکړل شي.
دغه راز هغه په دغه ولايت کې له نورو موسسو څخه وغوښتل، چې د راستنېدونکو لپاره د کار د زمینې برابرولو ته لومړيتوب ورکړي.