په مهاجرینو وزارت کې د نږدې ۹ میلیونه ډالرو په ارزښت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
Wed, Sep 25 2024 3:04 PM
-

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د احیای صحت، جامعه افغاني، هیات ناروې موسسو سره د ۸ میلیونه ۹۷۲ زره او ۴۶۶ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړونونه لاسلیک شول.

د یاو هوکړه لیکونو له مخې، د موسسه احیای صحت و جامعه افغاني به ۵ میلیونه ۱۰۷ زره ۸۶۵ ډالره به د اړمنو کسانو لپاره د شنو خونو جوړولو، د سرپناوو بیا رغونه او جوړونه، بخارۍ، سولر، د مکتب رغولو او د ټولنیز مرکز په جوړولو کې مصرفوي، چې له دې څخه به ۱۳ زره ۵۰۰ کسان په کابل، پروان او لوګر ولایتونو کې، ۱۳۵ کورنۍ به په کندهار، ارزګان، هلمند، زابل، نیمروز، فراه، هرات او بادغیس ولایتونو کې ګټه واخلي.

د مهاجرینو لپاره د هیات ناروې موسسه به د ۶۹۷ کورنیو لپاره په ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې ۳ میلیونه ۳ سوه ۲۴ زره ۶۳۵ ډالر په نغدي مرستو، سرپناوو جوړولو په برخه کې په مصرف رسوي او د بشری مرستو همغږې کوونکې موسسه به په هرات او بادغیس ولایتونو کې ۵ سوه ۳۹ زره ۹۶۹ ډالر د ۲ زره ۷۰ کورنیو ته د نغدي مرستې ورکوي.

یاد هوکړه لیکونه د مهاجرینو وزارت مسلکی معینیت سرپرست محمد جان خدرخېل او د دعوت، ارشاد رییس او د یادو موسسو استازو تر منځ لاسلیک شو.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS