د مهاجرینو وزارت مسلکي معین: دا زموږ مسوولیت دی، تر څو مهاجرینو ته په صداقت سره کار وکړو

sadam_morr
Sun, Sep 08 2024 10:59 AM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین، مولوي عبدالرحمن راشد سمنګان ولایت ته د خپل سفر مهم ټکي بیان کړل.

ښاغلی راشد د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې دا ځل سمنګان ولایت ته تللی او هلته یې د یاد ولایت مهاجرینو له رییس سره کتلي دي.

د وزارت مسلکي معین د مهاجرینو رییس سره د خپل سفر موخه شریکه کړه او ویې ویل: چې سمنګان ولایت ته یې د سفر موخه د مهاجرینو ستونزو ته رسېدنه ده او دا زموږ مسوولیت دی چې مهاجرینو ته په صداقت او رښتونوالۍ سره کار وکړو.

نوموړي زیاته کړه: الحمدالله په ټول هېواد کې امنیت راغلی، مهاجرینو په خپله خوښه او په زوره له نورو هېوادونو بېرته راځي، زموږ هڅه داده چې د ملي، نړیوالو بنسټونو او سوداګرو څخه د مهاجرینو لپاره مرستې راجلب کړو.

د سمنګان ولایت د مهاجرینو رییس قاري محمد حسین خالد خاکسار مسلکي معین او مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې هڅه کوي، څو مرستې اړمنو کسانو ته ورسوي.

نوموړي همداراز وویل: د سمنګان ولایت د مهاجرینو په مختلفو ښارګوټو کې ۶۰۰  کورنۍ ژوند کوي چې له ستونزو سره مخ دي او موږ د وزارت څخه په دې برخه کې د لا زیاتو مرستو د جلب غوښتنه کوو.

د وزارت مسلکي معین د هغوی ستونزې واورېدې او د ستونزو حل ډاډ یې ورکړ.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS