د مهاجرینو وزارت مسلکي معین د تخار له والي سره ولیدل

sadam_morr
Tue, Sep 03 2024 10:33 AM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد تخار ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت والي مولوي عبیدالله امین زاده سره ولیدل.

په دې لیدنه کې مسلکي معین له تخار والي سره د بې ځایه شویو او راستنو شویو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د تخار والي د ښه راغلاست تر څنګ د یاد وزارت کړنې وستایلې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

د یو بل خبر له مخې، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین د تخار مهاجرینو رییس حافظ شیر احمد سره ولیدل.

په دې لیدنه کې مسلکي معین یاد ولایت ته د خپل سفر موخه د طبعي پېښو له امله د زیانمنو شویو سیمو لیدنه او د خلکو مشکلاتو ته رسېدنه یاده کړه.

بل لورته د مهاجرینو رییس په تخار ولایت کې مهاجرینو ته د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د ولایت نورو ادارو سره په همغږۍ ورته سېدنه کیږي.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS