د قطر د سرې میاشتې رییس د مهاجرینو له وزیر سره ولیدل

sadam_morr
Tue, Aug 20 2024 12:27 PM
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني پرون د زمري پر ۲۹ مه د قطر د سرې میاشتې رییس احمد العثماني سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې ښاغلي احمد العثماني وویل، غواړي چې له مهاجرینو چارو وزرات سره په همغږۍ د پکتیا مرکز ګردېز اړوند رباط سیمه کې د مستحقینو، بې ځایه شویو او راستنو شویو لپاره پنځوس کورونه، یو ښوونځی، یوه مدرسه، یو روغتیايي کلنیک او یو تفریحي پارک جوړ کړي.
د مهاحرینو چارو وزارت سرپرست وزیر د قطر سرې میاشتې د ښه نیت ستاینه وکړه او په دې برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

BACK TO NEWS