د مهاجرینو چارو سرپرست د لوګر ولایت د مهاجرینو چارو له آمریت څخه لیدنه وکړه

anwari_morr
Mon, Jan 01 2024 8:30 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت د مهاجرینو چارو له آمریت لیدنه وکړه

د مهاجرینو چارو وزیر د یاد امریت د کارونو ارزونه وکړه، د کارکوونکو ستونزې یې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ

ښاغلي حقاني وویل، د هېواد ټول اتباع که د هر دین او مذهب سره تعلق ولري پرمونږ حق لري او مونږ ددوی پروړاندې مسؤل یو

نوموړي کارکوونکو ته په کارونو کې د شفافیت، چټکتیا، د شریعت پابندي، بیت المال ساتنه، له ولایتي ادارې سره همغږي، وظیفوي غفلت څخه ځان ژغورل او یو لړ نورې اړینې سپارښتنې وکړې

Latest news

BACK TO NEWS