د مهاجرينو چارو وزارت کې د درې اړخيزې ناستې په تړاو لومړنۍ  ناسته ترسره شوه

anwari_morr
Sun, Oct 22 2023 2:42 PM
-

د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او يو شمېر مرکزي رئيسانو په ګډون په دغه وزارت کې د درې اړخيزې ناستې په تړاو لومړنۍ ناسته تر سره شوه.
د ناستې په پيل کې د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد له پاکستان څخه د مهاجرينو د جبري راستنېدو او د ژمي په را رسېدو او د هوا په سړېدو سره د مهاجرينو د ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل، چې پاکستان هېواد د یادې درې اړخیزې ناستې په اړه په هغه هېواد کې موافقه نه ده کړې ځکه دغه وزارت هوډ لري د (افغانستان، پاکستان او د مهاجرینو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ) درې اړخیزه ناسته کابل کې ترسره کړي چې موضوع د بهرينو چارو وزارت له لوري ور سره شريکه او د ملګرو ملتونو د مهاجرینو عالي ادارې سره هم همغږي شوې ده.
هغه زياته کړه، پاکستاني لوري تر اوسه د کابل د ناستې په اړه خپل توافق يا عدم توافق نه دی څرګند کړی او موږ يې ځواب ته په تمه يو.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مسؤول ليونارد زولو د مهاجرينو چارو وزارت د کړنو ستاينه وکړه او ويې ويل، پاکستان ته پکار ده، چې ژر تر ژره په دې مسله کې خپل توافق يا عدم توافق شريک کړي.
هغه زياته کړه، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د درې اړخيزې ناستې د درېيم ګړي په توګه د ناستې په همغږۍ او ترسره کولو کې هر ډول همکاريو ته چمتو ده او په دې برخه کې د لازياتو همغږيو غوښتونکي يو.
د پلان او پالېسۍ رئیس مولوي محمود الحق احدي، په خپله خوښه راستنېدو ته د هڅو رئیس، مولوي محمد جان خدرخېل او د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو رئيس مولوي سردار محمد شېرزاد هم د درې اړخيزې ناستې د څرنګوالي او د راستنېدونکو د ستونزو په اړه د اړوندو چارواکو ترمنځ د همغږيو د رامنځ ته کولو په اړه خپل نظرونه مطرح کړل.
مسلکي مرستيال د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د همکاريو ستاينه وکړه او ويې ويل، د مهاجرينو د ستونزو او  د افغانستان د اقليمي وضعيت  په پام کې نيولو سره موږ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې لا زياتې همکارۍ ته اړتيا لرو او د دې ادارې لومړۍ درجه مسؤلين بايد له افغانستان او مقابل لوري پاکستان سره مستقيمي اړېکې ولري. 
زولو د مستحقينو له پاره ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مرستو او برنامو يادونه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې مطرح شوي وړانديزونه به د دغې اداې له مسؤلينو سره شريک کړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS