د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د پکتیا له والي سره ولیدل

anwari_morr
Thu, Oct 19 2023 8:20 PM
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني پکتیا ولایت ته د خپل سفر پرمهال ددغه ولایت له والي مولوي مهرالله حماد سره د ولایت مقام کې په داسې حال کې ولیدل، چې یو شمېر علماو، سپین ږیرو او مخورو یې هم ملتیا کوله
ښاغلي حقاني د پکتیا والي ته د نوې دندې مبارکي او په چارو کې د بریالیتوب دعا وکړه او په دغه ولایت کې د یو شمېر قومي ستونزو او مشکلاتو په اړه یې څرګندونې وکړې
نوموړي وویل، لویه پکتیا د جرګو او مرکو وطن دی او کومې ستونزې، چې قومونه د عرف او شریعت سره سم پخپله حل کولی شي باید وخت ورکړل شي
د پکتیا والي حقاني صیب ته د ښه راغلاست ترڅنګ له نوموړي مننه وکړه، چې له خپلو ټولو بوختیاو سره قومي ستونزو ته هم رسیدګي کوي
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې په تېر کې څرنګه چې د ولس دروازې ددوی پرمخ خلاصې وې، اوس د امارت دروازې د ولسونو پرمخ خلاصې دي او د ولس هره پریکړه، چې د شريعت او اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې نه وي مونږ یې ملاتړ کوو
نوموړي زیاته کړه، زمونږ تېره مبارزه دولسونو د هوساینې لپاره وه او په هره طریقه چې ولس هوسا کولی شو مونږ به دریغ ترې ونکړو

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS