د وزارت د دوو اعلان شويو بستونو تقريري ازموينه واخيستل شوه

anwari_morr
Mon, Sep 04 2023 12:42 PM
-

د مهاجرينو ښارګوټو د انجينرۍ  خدمتونو د دوو څلورم بستونو  تقريري  ازموينه د دوشنبې د وږي په ۱۳ مه د وزارت د بشري  سرچينو رياست کې واخيستل شوه.

د دغه بست ګډونوالو، چې شمېر يې۱۱ تنو ته رسېده، مخکې يې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په کمېسون کې برېښنايي ازموينه  ورکړې وه.

په پام کې ده، چې د دې ازموينې په پايله کې به دوه په کار پوهه  مسلکي او روزل شوي کسان وټاکل شي.

دغه وزارت هڅه کوي، چې په خپلو خالي بستونو کې وړ او په کار پوهه کسانو ته د کار زمينه برابره کړي.

Latest news

BACK TO NEWS