مسلکي مرستيال د فارياب ولايت د والي او شاروال سره ليدنه وکړه
د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د فارياب ولايت د والي ملا شعيب رسالت او ددې ولايت ښاروال ملا احمد مبشر سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د فارياب ولايت والي او شاروال په دغه ولايت کې د بېځايه شوو او راستنېدونکو پر وضعيت او اړتياوو خبرې وکړې او په دغه ولايت کې د مهاجرينو چارو وزارت د برنامو د پلي کولو په برخه کې خپله همکاري څرګنده کړه
مولوي راشد له يادو مسؤلينو څخه مننه وکړه او د مرستو د وېش او سروې په روڼتيا يې ټينګار وکړ ويې ويل، دغه وزارت هڅه کوي، چې د ولايتونو له دولتي ادارو او مرستندويه بنسټونو سره په همغږۍ مرستې مستحقو کورنيو ته ورسوي.