د مهاجرینو چارو وزیر د پکتيا ولایت د مهاجرینو ریاست څخه لیدنه وکړه
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د پکتیا ولایت د مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه او د مرستو د وېش په روڼتيا او چټکتيا يې ټينګار وکړ.
ښاغلي حقاني د رياست ټولو کار کوونکوته سپارښتنه وکړه، چې مراجعينو سره دې د اسلامي شريعت مطابق نيکه رويه وکړي، خپل فعاليتونه او کړنې دې په شفافه او عادلانه توګه تر سره کړي
هغه همداراز د مهاجرينو چارو رييس ته لارښوونه وکړه، چې ملي او نړیوالو مرستندیه بنسټونه دې د مهاجرينو چارو وزارت سره د لاسلیک شوي هوکړه ليک له مخې راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنیو سره بشري مرستې د مهاجرينو چارو ریاست تر څارنې لاندې په ګډې همکارۍ او همغږۍ ووېشي او اداري لګښتونه يې باید کنټرول شي، کومې پیسې چې د مهاجرينو لپاره ځانګړي شوي باید پر دوی ووېشل شي، هېڅ موسسه حق نه لري چې په خپل سر د کورنیو سروې وکړي سروې بايد د مهاجرينوچارو ریاست سره په همغږۍ تر سره شي.
په پای کې د پکتيا ولایت د مهاجرينو چارو رييس مفتي حبیب الله شهزاده د یاد ریاست د فعالیتونو او تر سره شوو کړنو په اړه د مهاجرينو چارو وزیر ته معلومات وړاندې کړل او ستونزې يې ورسره شریکې کړې