کابل کې له ۴۴۰ بېځايه شوو او راستنو شوو کورنيو سره مرسته وشوه

sadam_morr
Thu, May 09 2019 11:55 AM
کابل

د سعودې عربستان هېواد د (الملک سلمان ابن عبدالعزيز اللا غاثته و الاعمال الانسانيه ) موسسې له لورې د کابل ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۴۰ بېځايه شوو او راستنو شوو کورنيو سره د خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې ډېره برخه يې  له ګاونډيو هېوادونو راستنې شوي او يو شمېر يې له بېلا بېلو سيو کابل ته رابېځايه شوې وې د تېرې سه شنبې په ورځ د غويي ۱۷مه هرې کورنۍ سره د يو اندازه خوراکي موادو مرسته ترسره شوه.

Latest news

BACK TO NEWS