د پناه غوښتونکو مرستيالې د بښنې نړيوال سازمان د عملياتي  برخې له ر ييس سره وليدل    

Anonymous (not verified)
Mon, Apr 22 2019 2:54 PM
معین امور پناهندگان با رئیس بخش علمیات جهانی سازمان عفو بین الملل ملاقات نمود

د کډوالو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټر عالمې د تېرې يکشنبې په ورځ د غويي په ۱ نېټه  د بښنې نړيوال سازمان د عملياتي برخې له رييس مينار پيمپل سره په ياد وزارت کې وليدل.

د بښنې نړيوال سازمان د عملياتي برخې له رييس له ډاکټر عالمې څخه د پناه غوښتونکو، کډوالو او راستنېدونکو د ملاتړ په موخه مننه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې د افغانستان اوسنی وضعيت په هيڅ ډول د کډوالو راستنېدنې ته بر ابر نه دی.

د کدوالو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې د افغانستان او اروپايي ټولنې د اعلاميې او د افغانستان، اورپايي ټولنې او يو شمېر نورو هېوادونو د دوه اړخيزو او درې اړخيزو هوکړه ليکونو د پلي کولو پر وړاندې د ننګونو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې د افغانستان او اروپايي ټولنې په اعلاميه کې ويل شوي ، چې د افغانستان اوسني وضعيت ته په کتو د افغانانو راستنېدنه بايد تدريجي، خوندي، باعزته او د مديريت وړ و اوسي.

په دغه اعلاميه کې په خپله خوښته راستنېدنه ټينګار شوی، چې په هغو هېوادونوکې مېشت افغانان  بايد له دريو محکمو وروسته دبشرحقونو او نړيوالو کنوانسيونونو اعلاميې اړوند  هلته د هغوی د ژوند نه کول وروسته بيا هم دافغانستان شرايطو ته په پام سره کډوال راستانه شي.

په ياده اعلاميه کې د زيانمنو خلکو(ښخې، د کورنۍ سرپرستې ښځې، له مور او پلار پرته ماشومان،عمر خوړلي او ناروغ خلک) سره کرښه ده او بايد ونه ويستل شي.

ډاکټر عالمې له ترکيې هېواد څخه د افغانانو ويستل يوه جدي اندېښنه ياده کړه او ټينګار يې وکړ چې  په اوسني وخت کې له هغه هېواده د افغانانو ويستل اندېښنې زياتوي.

د بښنې نړيوال سازمان د عملياتي برخې  رييس د مخابراتو او معلوماتي تکنالوزۍ پر وزارت د وسله والو بريد ته په اشارې سره وويل د افغانستان وضعيت اوس د اندېشنې وړ دی او موږ به د اروپا په پارلمان کې د افغانستان د وضعيت يادونه او هېوادونه به له دې حالته خبر کړو او په راتلونکي کې به پناه اخيستونکو، پناه غوښتونکو او راستنېدونکو د ملاتړ لپاره به عدالت غوښتنه هم وکړو.

Latest news

BACK TO NEWS